
په ملګرو ملتونو کې افغان استازی؛ د طالبانو جنګي ماشين د پاکستان په تېلو چلېږي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی غلام محمد اسحاقزی وايي، د طالبانو د جنګ ټول ماشينونه د پاکستان په تېلو چلېږي.
ده دغه څرګندونې نن د هند په مشري، د ملګرو ملتونو په هغه ناسته کې وکړې چې د افغانستان په اړه پکې غږېدل.
اسحاقزي وويل، طالبانو ته تر ډېورونډ کرښه پورې غاړه خوندي ځايونه او روزنيز مرکزونه ورکول شوي دي.
ده زياته کړه، د طالبانو د جنګ ټول ټپيان په پاکستان کې تداوي کېږي او مړي يې هم پاکستان ته روان وي.
غلام محمد اسحاقزي د ملګرو ملتونو غونډې ته وويل، پاکستان له هغو بنديزونو ښکاره سرغړاوی کوي چې ملګرو ملتونو په نولس سوه اته اتيايم کال کې لګولي او په دې سربېره، د پاکستان دغه کړنې د جنګ د ختملو لپاره د افغانستان او نړۍ په روانه پروسه کې بې باوري هم جوړوي.
ده وويل، افغانستان په تاشکند کې له پاکستان سره د شويو پرېکړو په اساس، پر پاکستان غږ کوي چې ژر تر ژره دې د طالبانو روزنيز ځايونه او د هغوی د رالېږلو لارې بندې کړي، خو په دې هر څه سربېره، افغانستان بيا هم له پاکستان سره ښې اړيکې غواړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه