
يو ضروري اعلان واورئ!
د پنځهزره کلنې پېغلې چپ تی سرطان دی، زر کلن ډاکټر يې سر ته ولاړ دی، يوازې د درد د ارامولو درمل ورکوي چې په بېخودي کې ومري.
زړه را پورته شو او ډاکټر ته يې وويل؛
ساه مې نيمه نيمه کېږي، دا چپ تی غوڅ کړه له دې بدنه، که يو څه وخت لا وي، ټول مرو.
ډاکټر وويل؛ سرطاني تی راباندې ګران دی، ما چې له دې پېغلې سره هره ناروا کړې ده، پيل يې له ده شوی.
ماغزه را وړاندې شول؛
ګوره ډاکټره! دا ستا ملګری سرطاني تی د دې بدن له داخلي اعضاوو نه دی، که غوڅ شي له ګټې پرته، تاوان نه کوي.
وګوره! شتون يې موږ ټول په درد اخته کړي يوو، که همدلته وي، درست بدن ته رېښې غځوي او له پښو يې غورځوي.
ډاکټر بيا وويل؛
زما کار د دې نوراني بدن له خارجي اعضاوو سره دی چې تقريبا ټول مې کارولي، له دننه که ومري هم، ما ته مهمه نه ده.
له بالښته د يوه غېږ زلفو کوده راپورته شوه؛
ډاکټر صاحب! سره له دې چې د انسانانو بدنونو موږ تل شپږمې ګوتې بللې يوو. د اسلام د يوې بنا په نامه مو بېلې غوڅوي، تر قبضې که زياته وده وکړو، هماغه لحظه رېبل کېږو، نارينه خو مو په دوه اوونۍ کې يو وار حتمي ريبې او ځينې خو مو له بېخه باسي، همدا يو ښځينه خواخوږي لرو، خو سرطانی تی به د بدن تر مړينې مخکې موږ له ريښو وکاږي.
ډاکټر بيا هم سر وخوځاوه.
د پنځه زره کلنې پېغلې سترګې ډوبې پټې شوې.
د سرطاني تي يوه ريښه د زړه تر سر را تاو شوه.
انا لله و انا اليه راجعون
0 نظرونه