په نيلم دره کې د پاکستان د چټک غبرګون ۸ پوځيان اوبو وړي
د پاکستان تر ولکې د لاندې کشمير په نيلم دره کې د پاکستان د پوځ يو موټر سيند ته لوېدلی چې له امله يې څلور پاکستاني پوځيان مړه شوي او څلور نور زخميان دي.
په زخميانو کې د پوځ يو موټروان هم شامل دی.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دغه پېښه نن د نيلم درې په لاسوا سيمه کې شوې ده.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، اوبو وړي پوځيان د پاکستان د پوځ د چټک غبرګون عسکر ول.
دوی کشمير ته د کمشير د ټاکنو د امنيت ساتلو په موخه تللي ول.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکه اداره وايي، زخميان يې روغتون ته وړي دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه