بلوڅو په کلات کې د پاکستان د مخابراتي شبکې يوه لويه ستن چپه کړې
د يونايټيډ بلوچ ارمي په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، سرتېرو يې د بلوچستان په کلات کې د پاکستان د يوې مخابراتي شبکې يوه لويه ستن پر دا بل مخ اړولې.
د دغې ډلې وياند مريد بلوڅ وايي، دغه ستن د کلات په جوهان ګزګ سيمه کې ولاړه وه، خو دا يې نه دي ويلي چې د پاکستان کومې مخابراتې شبکې درولې وه.
هلته بلوڅ وسلهوال زيات وخت د يوفون او زونګ په نومونو د پاکستان د دوو مخابراتي شبکو ستنې ولاړې نه پرېږدي.
مريد وايي، ملګرو يې لومړی ستن په کومه درنه وسله ويشتې او چې چپه شوې ده، پسې ورغلي، هلته پاتې ټولو سامانونو ته يې اور اچولی دی.
د ده په خبره، دا ستنې د دوی د ملګرو د مالوماتو راټولولو په خاطر پاکستان خپلو جاسوسانو ته درولې او چې د دوی وس ورسېږي، يوه هم نه پرېږدي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه