قاچاقبرو د ايران د سپاه‌پاسداران انقلاب څلور عسکر وژلي
۳ اسد ۱۴۰۰ 174555 0 نظر سرخط ورځپاڼه

قاچاقبرو د ايران د سپاه‌پاسداران انقلاب څلور عسکر وژلي

 

وسله‌والو قاچاقبرو د ايران په سيستان کې د دغه هېواد د سپاه‌ پاسدران انقلاب څلور عسکر ويشتي او همالته يې وژلي دي.

دغه پېښه د سيستان په ګونګ سيمه کې شوې ده.

له سيمې په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې دغو عسکرو غوښتل چې د قاچاقبرو مخه ونيسي، خو هغوی ورباندې وسلې را اړولې او څلور واړه يې ځای پر ځای وژلي دي.

د ايران حکومت هم د دغو څلورو تنو وژل کېدل منلي دي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې