قاچاقبرو د ايران د سپاهپاسداران انقلاب څلور عسکر وژلي
وسلهوالو قاچاقبرو د ايران په سيستان کې د دغه هېواد د سپاه پاسدران انقلاب څلور عسکر ويشتي او همالته يې وژلي دي.
دغه پېښه د سيستان په ګونګ سيمه کې شوې ده.
له سيمې په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې دغو عسکرو غوښتل چې د قاچاقبرو مخه ونيسي، خو هغوی ورباندې وسلې را اړولې او څلور واړه يې ځای پر ځای وژلي دي.
د ايران حکومت هم د دغو څلورو تنو وژل کېدل منلي دي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه