بلوڅو په بولان کې پاکستاني پوځيان را ايسار کړي
د بيايلاې يا بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په بولان سيمه کې يې پاکستاني پوځيان را ايسار کړي او ګڼ شمېر يې ورڅخه وژلي دي.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د بولان په چشمه سيمه کې د پاکستاني پوځ يوه لويه پوسته محاصره کړې او ناتار بريدونه ورباندې کوي.
دی وايي، په دغو بريدونو کې تر اوسه ګڼ شمېر پاکستاني پوځيان وژل شوي او ژوبل دي.
جييند وايي، تر هغه چې بلوچستان له پاکستان بېلېږي، دوی به پر پاکستانيانو همداسې بريدونه کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه