ايران تږی شو؛ په خوزستان کې د اوبو پر سر مظاهرو کې ۳ تنه ويشتل شوي، ۱۴ ژوبل دي
د ايران په سوېل لوېديز کې د دغه هېواد خوزستان ولايت تندې اخيستی دی او خلکو له يوې مخې د حکومت پر ضد قهرجنو اوږدو مظاهرو ته مخه کړې چې تر اوسه پکې درې تنه ويشتل شوي او څوارلس نور مرګوني ژوبل دي.
د خوزستان والي فريدون بندري له مظاهره چيانو غوښتي دي چې د حکومت پر ضد دې چيغې نه وهي، کهنه لاريونونه به يې د فساد په نامه ونوموي او پر ضد به يې له زوره کار واخلي.
خلکو د والي د خبرو په غبرګون کې په ماهشهر سيمه کې يو ولاړ پوليسو ويشتی او همالته يې ورته وژلی دی.
په ايذه سيمه کې بيا مظاهره چيانو پر پوليسو ډزې کړې دي او څوارلس تنه يې له پښو غورځولي.
ايرانۍ رسنۍ وايي، په خوزستان کې له ډېره وخته د اوبو پر سر مظاهرې کېږي، خو اوس دغه مظاهرې په بدترين شکل اوښتې دي.
خلک له حکومته اوبه غواړي، او اوبه نهشته.
څو ورځې کېږي چې دغه مظاهرې په اهواز، حمیدیه، ایذہ، ماہشهر، شدگان او سوسنگرد سيمو کې روانې دي او تېره شپه په تهران کې هم د اوبو پر سر پر حکومت د مرګ شعارونه ورکول شوي دي.
پوليس په ټولو سيمو کې له زوره کار اخلي چې مظاهره چيان وشړي، خو د هغوی په منځ کې هم ځينې کسان وسلې ګرځوي.
ايران بدې وچکالۍ په مخ کړی او څه موده وړاندې يې مخکني ولسمشر حسن روحاني هم ومنله چې هېواد يې د تاريخ په اوږدو کې داسې وچکالي نه وه لېدلې.
پر دغه هېواد له يوې خوا د افغانستان اوبه وتړل شوې، له بلې خوا ورباندې بارانونه د تېر په پرتله دوه پنځوس فيصده درېدلي دي او همدا لامل دی چې سمسور باغونه يې شاړې ځمکې شوې او قحطي سر پورته کړی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه