اسلاماباد؛ د پاکستان د يوه پخواني ډيپلوماټ لور چا حلاله کړې
يو چا د اسلام اباد په کهسار سيمه کې د پاکستان د يوه پخواني ډيپلوماټ لور حلاله کړې ده.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې کوم چا دغه نجلۍ لومړی تښتولې او وروسته يې په يوه تېره شي، غاړه ورغوڅه کړې او مړه کړې ده.
دغه نجلۍ نور مقدم نومېده، اووه ويشت کلنه وه او د شوکت مقدم په نامه د پاکستان د يوه پخواني ډيپلوماټ لور وه.
خو ځينې سرچينې وايي، دغه نجلۍ د هغې د يوه نامشروع ملګري ظاهر جعفر له خوا وژل شوې ده.
د سرچينو په خبره، نجلۍ يې لومړی خپل کور ته وړې او هلته يې پسې وژلې ده.
د شوکت مقدم په نامه د پاکستان دغه ډيپلوماټ او د وژل شوې نجلۍ پلار په دوه زره دوولسم کال کې په جنوبي کوريا او په دوه زره څوارلسم کې په قزاقستان کې د پاکستان سفير و.
څو ورځې وړاندې يو چا په اسلاماباد کې د افغانستان د سفير لور سلسله عليخېل هم تښتولې او وهلې وه.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه