کورو ته د روانو پاکستانيانو موټر جنګېدلی، ۳۰ مړه، ۴۰ زخميان دي
د پاکستان له سيالکوټ څخه راجنپور ته د مسافرو يو روان موټر ټکر کړی دی چې له امله يې دېرش تنه ځای پر ځای مړه شوي او څلوېښت نور زخمي شوي دي.
دغه بس موټر د تونسې پر سړک له يوه کانټينر سره جنګېدلی دی.
د سيمې د پوليسو مشر حسن جاوېد وايي، په بس کې اويا تنه سپارل ول چې يو هم روغ نه دی ورڅخه وتلی.
دی وايي، دغه کسان مسافر ول او د اختر لپاره کورو ته تلل چې پر لاره يې موټر جنګېدلی دی.
جاوېد رسنيو ته وويل، تر اوسه مالومه نه ده چې د موټرو د ټکر لامل به څه وي.
د ده په خبره، په پېښه کې د زخمي شويو کسانو په ډله کې د ډېرو زياتو حالت بېخي خراب دی او تمه نه کېږي چې ژوندي دې پاتې شي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه