بلوڅان وايي، په هرنايي کې يې په پاکستاني عسکرو ستوري شمارلي
د بلوچ ليبرېشن ارمي يا بيايلاې په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د شپې يې د بلوچستان په هرنايي سيمه کې په ګزمه پر روانو پاکستاني پوځيانو خونړی بريد کړی او ګڼ شمېر يې وژلي او ژوبل کړي دي.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريد د هرنايي په زردالو سيمه کې پر هغو پاکستاني پوځيانو کړی چې په ګزمه وتلي ول.
دی وايي، په بريد کې يې بېلابېل ډول درنې او سپکې وسلې کارولې او دريو موټرو اور اخيستی دی.
جييند وايي، پر پاکستانيانو به يې دغسې بريدونه د بلوچستان تر ازادي روان وي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه