خونړۍ چاودنه؛ چين د پاکستان د داسو بند جوړول په نيمه کې پرېښوول
وروسته له هغه چې د پښتونخوا په لوړ کوهستان کې له چينايي انجينرانو په ډک يوه موټر کې خونړۍ چاودنه وشوه، چين په پاکستان کې د داسو بند د جوړولو چارې په ټپه ولاړې اعلان کړې او دوه نيم زره پاکستاني کاريګر يې له دندو وشړل.
دغه چاودنه د تېرې چهارشنبې په ورځ په لوړ کوهستان کې وشوه چې له امله يې د نهو چينايي انجينرانو په ګډون شاوخوا پنځلس پاکستانيان ووژل شول او لسونه نور ژوبل شول.
د پاکستان د داسو بند د پروژې مشر انورالحق وايي، چينايانو تر چاودنه وروسته دواړه پښې په يوه موزه ننه ايستې او قسم يې کړی چې پر بند به خښته هم پر خښته کې نه ږدي.
دی وايي، چينايان ولاړل او دوه نيم زره پاکستاني کاريګر چې پر دغه لوی بند يې کار کاوه، هم کورو ته لېږل شوي دي.
انورالحق وايي، حکومت ډاډ ورکړی چې چينايانو ته به زارۍ وکړي چې بېرته راوګرځي او د بند رغولو چارې روانې کړي.
د پاکستان د دغه لوی بند په جوړلو باندې په څو پاکستاني کمپنيو سربېره، د چين پنځو کمپنيو هم کار کاوه چې تر ټولو غټه او مهمه کمپنۍ يې چاینا گیزوبا گروپ کمپني يا سيجيجيسي نومېده او چاودنه هم د همدې کمپنۍ پر موټر شوې ده.
انورالحق وايي، چا چې چاودنه کړې، هغوی پوهېدل چې که دغه کمپنۍ وځپي، د بند جوړولو ټولو چارو ته ټکان ورکولای شي.
سيجيجيسي په دې ورځو کې تر ځمکه لاندې د اوبو د بند لپاره اوږده تونلونه جوړول او د بند د ټولو چارو رهبري هم دوی کوله.
دغې کمپنۍ په يوه ليک کې چې يوه کاپي يې سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغلې، ويلي دي چې دوی به شړل شويو پاکستاني کارګرو ته د پنځلسو ورځو معاش هم ورکوي، خو دندې يې سر له ننه ختمې دي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکيو د افغانستان د هرات پر سلما بند د طالبانو بريدونه ستايلي ول او ويلي يې و چې خوشحاله دي چې په افغانستان کې د هند مرستې له خاورو سره خاورې کېږي.
د هرات سلما بند د هند په مالي همکاري جوړ شوی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه