ولسمشر؛ طالبان افغانستان چوري او پاکستان يې پر شا ټکوي
ولسمشر محمد اشرف غني نن په تاشکند کې د سويلې او مرکزي اسيا په نړيوال کنفرانس کې وويل، طالبانو په افغانستان کې چور ګډ کړی دی، خو په پاکستان کې يې ځينې ډلې او شبکې دغه چور په ښکاره نمانځي او ملاتړ يې کوي.
ولسمشر د دغو ډلو او شبکو نوم وا نه خيست، خو ښايي اشاره يې هغو نمانځغونډو ته وه چې څو ورځې وړاندې په کوټه او ځينو نورو ښارونو کې جوړې شوې وې او د طالبانو په ملاتړ پکې شعارونه ورکول کېدل.
ولسمشر په دغه کنفرانس کې وويل، په تېره يوه مياشت کې افغانستان ته د پاکستان او ځينو نورو هېوادونو لس زره جګړهمار را اوښتي دي او په افغانستان کې خلک وژني.
ولسمشر يو وار بيا پر پاکستانيانو غږ وکړ چې د سولې جدي خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره دې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.
د ولسمشر غني د خبرو پر مهال د پاکستان لومړی وزير عمران خان او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم ناست ول، خو ناارامه ښکارېدل.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه