پاکستان؛ درنې چاودنې يوکم پنځوس پاکستاني عسکر او چينايان وژلي او ژوبل کړي
د پاکستان په لوړ کوهستان کې په يوه موټر کې دننه خونړۍ چاودنه شوې ده چې له امله يې د چينايانو په ګډون د پاکستان لس تنه سرحدي عسکر وژل شوي او نهه دېرش نور ژوبل دي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، دغه چاودنه نن سهار وختي پر هغو چينايي انجينرانو او د هغوی پر ساتونکيو پاکستاني عسکرو شوې چې د داسو په نامه د اوبو د يوه بند جوړولو ته تلل.
د کوهستان مرستيال کمشنر محمد عارف وايي، له کاريګرو او عسکرو ډک بس موټر له برسين لېبر کمپ څخه د داسو بند ته روان و.
دی وايي، په ټپيانو کې د ډېرو کسانو روغتيايي وضعيت بېخي خراب دی او ښايي مړي ډېر زيات شي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ
0 نظرونه