وسلهوالو په ګوادر کې د پاکستان د مخابراتي شبکې ستن چپه کړې
وسلهوالو کسانو د بلوچستان په ګوادر کې د يوفون په نامه د پاکستان د يوې مخابراتي شبکې ستن چپه کړې او سامانونو ته يې اور اچولی دی.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دغه پېښه د ګوادر په کپر سيمه کې شوې ده.
وسلهوالو لومړی د مخابراتي شبکې ستن په درنو وسلو ويشتې او چې چپه شوې ده، پسې ورغلي، هلته پاتې ټولو سامانونو ته يې اور اچولی دی.
تر اوسه د دغې پېښې مسووليت چا نه دی منلی، خو دغسې کارونه بې بلوڅو بل څوک نه کوي.
بلوڅ ملتپال وايي، چين او پاکستان په ګډه غواړي د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پروژې له لارې د دوی ځمکې او شته غصب کړي او د همدې هدف لپاره يې مخابراتي شبکې فعالې کړې چې جاسوسي پرې وکړي، ځکه يې نو دوی ستنې چپه کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه