پاکستانی پوځ؛ په افغانستان کې د دوی پر ضد د هندي مرستو بربادېدو خوشحاله کړي
د پاکستان پوځ وايي، په دې ورځو کې من من غوښه اخلي چې ويني، په افغانستان کې د پاکستان پر ضد او د افغانانو په ملاتړ د هند د سلونو ميليونو ډالرو مرستې بربادېږي او هند يوازې هلته لېرې پاتې کېږي.
دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د ادارې مشر بابر افتخار په خپله وروستۍ مرکه کې کړې دي.
دی وايي، هند بايد وپوهېږي چې له پاکستان سره ډغرې نه شي وهلای، نو بايد لارې ته راشي.
د ده په خبره، که هند له افغانانو سره خپله ملګرتيا او مرستې د پاکستان په ګټه کارولې وای، اوس به داسې تنها او حيران نه پاتې کېدای.
افتخار په خپله دغه مرکه کې وايي، امريکا د افغان پوځ په روزلو او وسله ورکولو پرېمانه ډالر ولګول، خو اوس ټوله نړۍ ويني چې هغه پوځ د طالب پر ضد نه جګړه کولای شي، نه ورته د ټينګې دی.
دی وايي، بيا هم وايي چې پاکستان د افغانستان خير غواړي او په دې باور دی چې د افغانستان کشاله د خبرو له لارې حل کېږي، پاکستان د سولې په برخه کې همکاري کوي، خو ضمانت نه کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه