وسلهوالو د پاکستان يوه استخباراتي ډله وژلې
وسلهوالو کسانو د بلوچستان په خاران سيمه کې د پاکستان د استخباراتي شبکې يوه ډله کسانو ته لاسي بمونه ور غورځولي او ټول يې وژلي دي.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دغه يوه ډله پنجابي کسان وو چې په خاران کې اوسېدل او د پاکستان استخباراتو ته يې راپور ورکاوه.
سرچينې وايي، د بمونو په دغو بريدونو کې د لسو په شاوخوا کې پنجابي جاسوسان وژل شوي دي.
تر اوسه د بريدونو مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې دغه کارونه له بلوڅو پرته بل څوک نه کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه