دا خلک څوک دي؟  پاکستانی سفارت ۴۰۰۰ تنه پاکستانيان له افغانستانه باسي
۱۵ سرطان ۱۴۰۰ 226232 0 نظر سرخط ورځپاڼه

دا خلک څوک دي؟ پاکستانی سفارت ۴۰۰۰ تنه پاکستانيان له افغانستانه باسي

 

وروسته له هغه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر طالب اورپکو د افغانستان هوايي ځواک خونړي بريدونه پيل کړل، پاکستان اعلان کړی دی چې په افغانستان کې خپل شته څلور زره تنه مسافر له افغانستانه باسي.

 

پاکستانيان وايي، دغه کسان عادي پاکستانيان دي او غوښتل يې د کابل له لارې سعودي عربستان ته لاړ شي، خو په کابل کې د الوتنو د ګډوډي له امله له سفره پاتې شوي او اوس يې د دوی سفارت پاکستان ته د ايستو تابيا نيولې ده.

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دا څلور زره تنه پاکستاني مسافر دي او دوی هڅه کوي روغ رمټ يې پاکستان ته وباسي.

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو وياند زاهد حفيظ چودري وايي، په کابل کې د پاکستان سفارت له دغو پاکستانيانو سره په اړيکه کې دی او تابيا يې نيولې ده چې د تورخم له لارې يې پاکستان ته وباسي.

 

دی وايي، سفارت يې په دې ورځو کې پر دې کار کوي چې دغو څلورو زرو تنو ته ډوډۍ، د سفر خرڅ او نور برابر کړي.

 

د چودري په خبره، د دغو کسانو يوه جوپه پاکستان ته رسېدلي دي او پاتې يې پر لاره دي.

 

دلته په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان وايي، دغه کسان وروسته له هغه کابل ته راغلي وو چې سعودي عربستان پر پاکستانيو الوتکو سعودي ته د تګ بنديز ولګاوه.

 

دی وايي، وروسته دغو څلورو زرو تنو د افغانستان وېزې واخيستې او د کابل له لارې سعودي ته روان ول، ځکه د افغانستان الوتکې سعودي ته تلای شي، خو په الوتنو کې د ګډوډي له امله له سفره پاتې او په کابل کې ايسار شول.

 

خو د چارو ځينې افغان شنونکي بيا په دې باور دي چې په دغو پاکستانيانو کې به ډېر داسې پاکستانيان شامل وي چې د جنګ لپاره افغانستان ته راغلي ول.

 

د سياسي چارو شنونکی تېمور فراهي وايي، پاکستان په دې وروستيو کې افغانستان ته د جنګ لپاره، له طالبانو سره پرېمانه پاکستاني پوځيان رالېږلي ول.

 

دی وايي، اوس چې پر طالبانو بده ورځ راغله، پاکستان طالبان د افغان هوايي ځواک بمباريو ته پرېښوول او خپل جګړه‌مار د مسافرو په نوم له افغانستانه باسي.

تر اوسه د افغانستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې