وسلهوالو په شمالي وزيرستان کې ۳ پاکستاني پوځيان وژلي، ۱ ژوبل دی
نامالومو وسلهوالو د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پر پاکستاني پوځيانو ناتار بريد کړی دی چې پکې درې پوځيان همالته وژل شوي او يو يې ټپي روغتون ته وړل شوی دی.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دغه بريد د ميرعلي په سپين وام کې پر هغو پاکستاني پوځيانو شوی چې په موټر کې سپاره ول او ګزمه يې کوله.
د وژل شويو پوځيانو نومونه بهادر، عدنان او خرم ښوول شوي دي او ټپي شوی پوځي بيا فواد نومېږي.
په شمالي وزيرستان کې په دې ورځو کې بيا پر پاکستاني پوځيانو بريدونه زيات شوي دي.
په روانه اوونۍ کې دا پر پاکستاني پوځيانو درېيم بريد دی چې کېږي او پکې يوولس پوځيان وژل شوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه