بلوڅو په کيچ کې پر پاکستاني پوځيانو ناتار بريدونه کړي
د بيايلايف يا بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه وسلهواله ډله وايي، نن يې په کيچ سيمه کې د پاکستاني پوځ موټر را ايسار کړي او ناتار بريدونه يې ورباندې کړي دي چې پکې دوه موټر او په ګزمه ورسره روان څلور موټرسايکل له عسکرو سره له منځه وړل شوي.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريد د کيچ په مراهستان سيمه کې کړی دی.
دی وايي، دوو موټرو او څلور موټرسايکلو اور اخيست دی، ګڼ شمېر ټپيان د پېښې له ځايه په الوتکو کې وړل شوي او د دريو پاکستاني پوځيانو جسدونه پر ميدان پاتې شوي دي.
د بلوڅ په خبره، په دې سربېره، د بلوچستان په مند سيمه کې يې هم ملګريو پر هغو پوځيانو بريد کړی دی چې د اغزن تار د غځوونکيو ساتنه يې کوله او پکې يې د تار غځوونکيو ګڼ ساتونکي غځولي دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه