پاکستان وايي، په لاهور کې چاودنه د افغانستان او هند استخباراتو په ګډه کړې
د پاکستان حکومت وايي، د لاهور په جوهر ټاون کې يې د جماعت الدعوة د ترهګرې ډلې د مشر کور ته د څېرمه شوې چاودنې مالومات تر لاسه کړي او پوهېدلې چې دغه چاودنه د افغانستان استخباراتي شبکې اينډيايس او د هند استخباراتي شبکې را په ګډه کړې ده.
پاکستاني حکومت ويلي دي اينډيايس او را په ګډه تابيا نيولې ده چې په پاکستان کې شته امن له منځه يوسي او پاکستانيان ووژني، ځکه يې نو په لاهور کې د خپلو لاسپوڅو په واسطه دغه چاودنه کړې او د نورو چاودنو نيت هم لري، خو دوی يې نه پرېږدي.
د دوی په خبره، د پاکستان استخباراتي شبکې ایايسايس په پاکستان کې د اينډيايس او را د لاسوهونو ثبتونه راټول کړي دي او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ته يې سپارلي دي چې نړۍ ته له افغانستان او هند څخه ګرېوان څېرې کړي.
د پاکستاني حکومت په خبره، د دوی هڅې وې چې اينډيايس او را و نه شوای کړای ډېورنډ کرښې او لاين اف کنټرول ته څېرمه سيمې ناکرارې کړي، ځکه خو دغو دوو استخباراتي شبکو لاهور او د پاکستان د زړه ښارونو ته لاسونه غځولي دي.
دوی وايي، د افغانستان او هند استخباراتي شبکې دې وپوهېږي چې د پاکستان استخبارات قوي دي او له دوی دواړو څخه د خپلې خاورې ساتنه کولای شي.
تر اوسه افغانستان او هند په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان په لاهور کې د سرطان په دويمه د جماعت الدعوة د ترهګرې ډلې د مشر حفيظ سعيد کور ته څېرمه چاودنه وشوه چې پکې د پوليسو په ګډون ګڼ شمېر پاکستانيان مړه او ټپيان شول.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه