په کابل کې يوه سيمه د عثمان کاکړ په نامه نومول کېږي
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير وايي، ژر به په کابل کې يوه سيمه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شهيد کړل شوي ايالتي مشر عثمان کاکړ په نامه ونوموي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير محمد طاهر زهير وايي، عثمان کاکړ ټول ژوند تر کرښه پورې غاړه د پښتنو افغانانو د حقونو او تر کرښه دې غاړه د افغانانو د ژوند ژغورلو په لار کې ولګاوه او اوس نو پر موږ حق لري چې اروا ته يې درناوی وکړو.
عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې په خپل کور کې د څو مخپټو کسانو له خوا پر سر وهل شوی او بيا يې د کراچۍ په يوه روغتون کې ساه وخته.
د پاکستاني طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان وايي، ده ته په زندان کې د پاکستان پوځ او استخباراتو د پښتنو مشرانو يو نوملړ د دې لپاره ورکړی و چې طالبان يې بايد ووژني او په هغه کې د عثمان کاکړ نوم په سر کې و.
احسان وايي، تر کاکړ وروسته سيد عالم مسود او افراسياب خټک هم وژل کېږي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وژغورئ.
0 نظرونه