په هلمند کې ۵۴ کاله وروسته يوې فابريکې له ممپليو د غوړيو ايستل پيل کړل
په هلمند کې تر څلورپنځوس کاله ځنډ وروسته يوې نافعالې فابريکې بيا له ممپيلو څخه د غوړيو ايستل پيل کړل او په دې سربېره، کنجاړه هم ورڅخه باسي.
د دغې فابريکې رييس انجينر محمد حسين نيازی وايي، دغې فابريکې ته چندان نوي ماشينونه نه دي راوړل شوي، بلکې په پخوانيو ماشينونو يې چارې پيل کړې دي.
دی وايي، دغې فابريکې له څو کالو راهيسې يوازې د مالوچو پروسس کاوه، خو اوس يې له ممپليو څخه د غوړيو ايستل هم پيل کړل.
دی وايي، د دوی غوړي به راتلونکې اوونۍ بازار ته لاړ شي او ډاکټرانو هم ورسره تاييد کړې ده چې غوړي يې تر پاکستانيو هغو ډېر او څو چنده زيات معياري دي.
انجينر نيازی وايي، يوازې له ممپليو څخه په غوړيو ايستلو بسنه نه کوي، بلکې ژر به له لمر ګلي ،زغر، کنجتو او ځينو نورو بوټو او نباتاتو څخه هم د غوړيو ايستل پيل کړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه