د پاکستان د سيند په ۹زندانونو کې تر۱۵۰ زيات بنديان په ايډز اخته شوي
يوازې د پاکستان په سيند ايالت کې له دوهويشتو زندانانو څخه، په نهو زندانونو کې يې يو سل او يو پنځوس تنه بنديان په ايډز اخته شوي دي.
د سيند د زندانانو د تنظيم اداره وايي، دوی هم نه پوهېږي چې دغه زندانيان ولې او څنګه په ايډز اخته شوي دي.
د دغې ادارې د مالوماتو په اساس، يوازې د سيند ايالت په ملېر زندان کې اتيا تنه او د کراچۍ په زندان کې نهه پنځوس تنه په ايډز اخته شوي دي.
پاتې نور په ايډز اخته بنديان په نورو زندانونو کې دي.
د سيند د زندانانو د تنظيم ادارې وياند عاطف وګهيو وايي، د زندانيانو ډېری يې زندان ته تر راتلو مخکې په ايډز نه وو اخته، بلکې اوس اخته شوي دي.
د ايډز پر ضد د ملګرو ملتونو اداره هم وايي چې دغه حالت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، هغه لاملونه چې له امله يې په زندانيانو کې ايډز خپور شوی دی، ښايي ژر له منځه لاړ نه شي، ځکه نو بايد په ايډز اخته زندانيان له نورو بېل شي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه