افغانستان غبرګون وښوود؛ ترهګر له ترهګرو غوښتي چې له ترهګرو يې وساتي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د کورنيو چارو د وزير پر هغو څرګندونو غبرګون ښوولی چې له طالبانو يې غوښتي ول چې نه دې پرېږدي چې د ډېورنډ کرښې له دې غاړې، پر پاکستانيانو بريدونه وکړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد دغه څرګندونې په يوه مطبوعاتي ناسته کې وکړې او پر طالبانو يې امر وکړ چې د پاکستاني طالبانو او نورو هغو کسانو مخه ونيسي چې پر پاکستانيانو بريدونه کوي.
اوس د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې نه د پاکستاني طالبانو کوم غړی په افغانستان کې شته او نه هم بل داسې وسلهوال چې د ډېورنډ کرښې له دې غاړې پر پاکستانيانو بريد وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، د پاکستاني طالبانو ډله هم له افغانستان سره د ترهګرو په ليسټ کې ده او هر ځای چې په لاس ورشي، له پښو يې غورځوي.
دغه وزارت پر پاکستان غږ کړی دی چې پر ترهګرو ډلو دې بېل نومونه نه ږدي، ښه او بد دې يې نه بولي، بلکې له يوې مخې دې يې پر ضد مبارزه وکړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه