امريکا وايي، له افغانستان سره داسې په اسانه ياري نه ماتوي
۵ سرطان ۱۴۰۰ 169309 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امريکا وايي، له افغانستان سره داسې په اسانه ياري نه ماتوي

 

 

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستان سره داسې په اسانه ياري نه خوشې کوي او که سرتېري و هم وځي، امريکا او افغانستان به نږدې او بهترين ملګري وي.

 

د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره زموږ ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر حمد الله محب او ورسره تلليو څو مهمو مشرانو ليدنه درلوده او پرون د هغه د مېلمانه ول.

تر دغه ليدنه وړاندې هم ولسمشر بايډن ويلي وو چې له افغانستان سره د امريکا ملګرتيا دوام لري او په دغه ملګرتيا کې يو نوی پړاو پيلېږي.

 

ده ويلي و، زموږ سرتېري له افغانستانه وځي، خو زموږ ملاتړ پای ته نه رسېږي.

 

بايډن ويلي و، موږ له افغان ځواکونو سره او همدا راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.

 

په واشنګټن کې د افغان مشرانو او امريکايي چارواکيو تر ليدو لږ مخکې امريکايي هوايي ځواک په افغانستان کې دوه ځايه پر طالبانو خونړي هوايي بريدونه کړي ول.

پرون د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي په يوه خبري غونډه کې وويل، امريکا د طالبانو د ځپلو لپاره بشپړ چمتوالی، پلان او امادګي لري، خو اوس ښه نه ده چې په دې اړه خبرې وشي.

له بايډن سره تر خبرو وروسته ولسمشر غني په يوه خبري غونډه کې وويل، ولسمشر بایډن له افغانستان سره د ۳،۳ میلیارد ډالرو مرستې وړاندیز کانګرس ته استولی دی او زیاته یې کړه چې د کانګرس غړو هم ده ته د دې مرستو د تصویب ډاډ ورکړی.

ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل په برخه کې د پنټاګون د مشر ژمنې هم یادې کړې او واشنګټن ته یې خپل سفر بریالی وباله.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې