وسلهوالو په سيوۍ کې د پاکستان ۵ سرحدي عسکر وژلي دي
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، وسلهوالو کسانو د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې د سرحدي پوليسو پر ګزمه بريد کړی دی او ځای پر ځای يې پنځه تنه ورڅخه وژلي دي.
دغه بريد نن سهار د سيوۍ په سنګن سيمه کې شوی او وسلهوال تر بريد وروسته په اسانۍ د پېښې له ځايه تللي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، په بريد کې وژل شوي کسان ظفر علي، هدايت الله، ناصر عباس، بشير احمد او نور الله نومېږي.
د پوځ په خبره، تر بريد وروسته دوی په سيمه کې ګرځي، خو بريد کوونکي په لاس نه ورځي.
تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې دغسې بريدونه ټول بلوڅ ملتپال کوي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه