قوي ملا وايي، لوڅه وېډيو يې د پيسو ګټلو لپاره خپره شوې
د پاکستان مذهبي مشر مفتي عزيز الرحمان د لوڅو وېډيوګانو بازار لا سوړ نه و چې د دغه هېواد د بل وتلي مذهبي مشر مفتي قوي لوڅه وېډيو خپره شوه او دی وايي، لوڅه وېډيو يې د دې لپاره چا خپره کړې ده چې پيسې ورباندې وګټي.
د ملا قوي دا لومړۍ وېډيو نه ده چې خپرېږي، بلکې تر دې وړاندې يې د پاکستان له مشهورې ماډلې قنديل بلوڅ سره وېډيوګانې خپرې شوې وې او تر هغه وروسته يې د پاکستان له ټيک ټاک ستورې حريم شاه سره هم بېبندوباره وېډيوګانې لاس په لاس کېدې چې په يوه کې خو يې هغه په څپېړه هم وهي.
د مفتي قوي په نوې وېډيو کې هغه له يوې ښځې سره پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه وېډيويي خبرې کوي، جامې يې ايستلې، تناسلي اله ورته په لاس کې ښوروي او ژبه هم ورته د ښکلولو او څټلو په توګه راباسي.
دی وايي، تر ده مخکې د مفتي عزيزالرحمان د جنسي اړيکو جعلي وېډيوګانې هم خپرې شوې وې او اوس د ده وېډيو هم جعلي جوړه شوې ده.
د مفتي په خبره، دا کار يوازې د لېدونکيو د جلبولو او پيسو ګټلو په خاطر شوی دی او دی يې غندنه کوي.
مفتي وايي، له ده څخه يې په کور کې موبايلونه اخيستي او يوازې ساده نوکيا ورسره دی چې وېډيو نه ورباندې جوړېږي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وژغورئ.
0 نظرونه