لاهور؛ د حافظ سعيد کور ته څېرمه چاودنې ۱۸پاکستانيان وژلي او ژوبل کړي دي
۲ سرطان ۱۴۰۰ 206172 0 نظر سرخط ورځپاڼه

لاهور؛ د حافظ سعيد کور ته څېرمه چاودنې ۱۸پاکستانيان وژلي او ژوبل کړي دي

 

 

د پاکستان په لاهور کې د جماعت الدعوة د ترهګرې ډلې د مشر حافظ سعيد کور ته څېرمه چاودنه شوې چې پکې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او شپاړس نور ژوبل دي.

دغه چاودنه د لاهور په ګوښه ځای، جوهر ټاون کې شوې ده.

له سيمې په ورکول شويو خبرونو کې ويل شوي دي چې چاودنه خورا خونړۍ وه او يو شمېر کورونه يې هم نړولي دي.

د لاهور د جناح روغتون مسوولين وايي، په شپاړسو وروړل شويو ټپيانو کې د شپږو تنو وضعيت ډېر خراب دی او ښايي مړه شي.

په ژوبلو شويو کسانو کې پاکستاني پوليس، ښځې او ماشومان هم شامل دي.

پاکستانۍ رسنۍ د چاودنې په اړه ګډوډ مالومات خپروي، ځينې يې د موټرسايکل بم چاودنه بولي او ځينو نور بيا وايي، چاودنه په يوه ريکشا کې د ايښوول شوي ماين د چاودېدو له امله شوې ده.

تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.

اول ځان، بيا نور له کرونا وژغورئ.

بلوڅو يو موټر پاکستاني پوځيان الوځولي

Aug 13, 2021 29

د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کوټه ښار کې يې يو موټر پاکستاني پوځيان په بم الوځولي دي.

وسله‌والو هغه کسان وژلي چې د پاکستان بيرغونه يې خرڅول

Aug 10, 2021 29

په داسې حال کې چې پاکستانيان د پاکستان د زېږېدو د کاليزې نمانځلو ته تياريانې نيسې، بلوڅ وسله‌والو په کوټه ښار کې پنځه تنه هغه دوکانداران وژلي چې د پاکستان بيرغونه او د زېږېدو [...]

بلوڅو په تربت کې پاکستاني پوځيان په بمونو الوځولي

Aug 10, 2021 29

د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، جنګياليو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يوې پوستې ته بمونه ورغورځولي او خپله ورڅخه روان شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې