د پاکستاني طالبانو وياند وايي، عثمان کاکړ ای‌ايس‌ای وژلی
۱ سرطان ۱۴۰۰ 245885 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د پاکستاني طالبانو وياند وايي، عثمان کاکړ ای‌ايس‌ای وژلی

 

 

د پاکستاني طالبانو او جماعت الاحرار ډلې مخکېنی وياند احسان الله احسان وايي، د پښتونخوا ملي عوامي ډلې ايالتي مشر عثمان کاکړ د پاکستان استخباراتي شبکې ای‌ايس‌ای وژلی دی.

دی وايي، د کاکړ شهادت په هيڅ توګه کومه طبيعي پېښه نه، بلکې قتل دی چې د پاکستان استخباراتو کړی دی.

احسان الله احسان وايي، هغه مهال چې دی په زندان کې و د پاکستان پوځ او استخباراتو يو ليسټ ورکړی و چې باید ووژل شي او په هماغه ليسټ کې د عثمان کاکړ نوم هم و.

احسان وړاندې وايي، په عثمان کاکړ پسې د ډاکټر سيد عالم مسود نوم او تر هغه وروسته نوبت افراسياب خټک ته رسېږي.

د ده په خبره، پوځ او استخباراتو پرېکړه کړې ده دغه کسان که مخامخ و نه ويشتلای شي، په داسې توګه بايد ووژل شي چې مرګ يې طبيعي ښکاره شي.

احسان وايي، هغه وخت چې په زندان کې و پاکستاني پوځ او استخباراتو ورته ويلي و چې که د پښتنو دغه سياسي مشران ووژني، دی به خوشې کړي.

احسان د پاکستان پوځ نيولی و او بيا وروسته په مرموزه توګه له زندانه وايستل شو او له کورنۍ سره ترکيې ته ولېږل شو چې لا هم هلته دی.

اول ځان، بيا نور له کرونا وژغورئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې