ابراهيم رييسي د ايران نوی جمهور رييس شو
د ايران دولتي ټلوېزيون اعلان وکړ چې د تېرې ورځې د ټاکنو نوي فيصده رايې شمېرل شوې او په اساس يې ابراهيم رييسي د دوهشپېته فيصده رايو په اخيستو د دغه هېواد نوی جمهور رييس ټاکل شوی.
د شمېرل شويو رايو په اساس، ابراهيم رييسي ټولې لس اعشاريه اته اويا ميليونه رايې اخيستې دي.
د ايراني رسنيو د مالوماتو په اساس، په دغه هېواد کې پنځوس اعشاريه نوي ميليونه خلک د رايې ورکولو مستحق ول، خو شل اعشاريه اتيا ميليونه کسانو پکې رايې ورکړې دي.
شپېته کلن ابراهيم رييسي په داسې وخت کې د ايران ولسمشر ټاکل کېږي چې ايران وار له مخه له نړيوالو ځواکونو سره د اټومي وسلو پر سر په ناندريو کې ښکېل دی.
دی د يو اتيا کلن ايت الله علي خامنه يي له نږدې کسانو څخه يو دی.
لومړی ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه