د سعودي حکومت نوې پرېکړه؛ ښځې له محرم پرته حج ته تلای شي
د سعودي حکومت د حاجيانو لپاره پر ليکه توګه درې بېلابېل پيکجونه اعلان کړي دي چې پکې ښځې هم کولای شي په انلاين توګه نوم ليکنه وکړي او پرته له محرم څخه هم سږکال حج ادا کړي.
دغه نومليکنه له تېرې يک شنبې څخه پيل شوې او د جون تر ديارلسمې پورې به دوام لري.
دغه پيکجونه لومړی يې ۱۶۵۶۰ ريال، دويم يې ۱۴۳۸۱ او درېيم يې ۱۲۱۱۳ رياله مصرف لري.
د دغو پيکجونو کاروونکي به په بسونو کې پر مقدسو ځايونو ګرځول کېږي او په هر بس کې به يوازې شل تنه کښېنول کېږي.
هغه کسان چې فورم ډکوي، تر ګڼ شمېر پوښتنو ګروېږنو به تېرېږي او ثابتوي به چې کرونا نه لري او په دې سربېره، د دغه وايرس پر ضد قوي دفاعي سيسټم لري.
دوی ته به د کرونا ضد واکسين دوه خوراکه هم ورکول کېږي او په دې سربېره بايد ثابته کړي چې په تېرو پنځو کالو کې يې حج نه دی کړی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه