امرخېل؛ په امنيتي ادارو کې ناوړه مقرريو د قوماندانانو مورال ځپلی
۲۴ جوزا ۱۴۰۰ 209387 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امرخېل؛ په امنيتي ادارو کې ناوړه مقرريو د قوماندانانو مورال ځپلی

 

په سياسي او ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل وايي، په امنيتي ارګانونو کې د ځينو بې‌کاره کسانو مقررېدو په ولايتونو او ولسواليو کې د قوماندانانو پر مورال ناوړه اغېز کړی او سرتېري يې هم مرور کړي دي.

ده دغه څرګندونې د سرخط ورځپاڼې د کلب‌هاوس په دېره کې د خلکو پوښتنو ته په ځوابو کې وکړې.

ښاغلي امرخېل وويل، د دغسې مقرريو په اړه ولس هم خواشينی او ګيله‌من دی او ده يې غږ تر ولسمشر پورې رسولی دی.

پر کلب‌هاوس په دغه سوال ځواب کې ضياالحق امرخېل د ډېری خلکو پوښتنو ته ځوابونه وويل چې موږ يې دلته کټ مټ را نقلوو.

د دېرې موډرېټر شريف الله شرافت و او په خوا کې ورسره فيصل نوابي، سعيد زابلی، سيد شاه، عبيد صداقت او ذبيح ايمان هم د مرستيالانو په توګه ناست ول.

په پيل کې، ښاغلي امرخېل ننګرهار ته د والي په توګه د تګ پر مهال د دغه ولايت د حالت او وروستيو بدلونونو په اړه لنډې خبرې وکړې؛

"ننګرهار ته په داسې يوه وضعيت کې راغلم چې ځينو داسې حکومتي کارکوونکيو هم پر بېلابېلو څوکيو کار کاوه چې شل کاله يې پر همدې څوکيو تېر شوي ول.

ما ډېر داسې کسان له دندو ګوښه کړل چې د نظام نه، بلکې د خپلو ګټو لپاره يې کار کاوه او يا په ځينو ځانګړيو کسانو پسې تړلي ول.

په اوس وخت کې زما او د ولايتي ادارې لويه برخه تمرکز پر امنيت دی. د فساد پر ضد مبارزه مې هم له لومړيتوبونو ده.

د فساد پر ضد په مبارزه کې مو هم ښه پرمختګونه کړي دي، خو منم چې بيا هم په حکومتي ادارو کې په ټيټه کچه فساد پاتې دی.

په دغه مبارزه کې مو د ننګرهار د ګمرک پنځه رييسان بدل کړل، دوی يا پاک نه ول، يا په خپلو چارو نه پوهېدل.

هغه وخت چې زه ننګرهار ته راغلم، له دغه ولايت څخه د تښتول شويو کسانو شمېر څوارلسو ته رسېده، خو اوس د تښتول شويو کسانو شمېر دوه تنه دی او کوښښ کوو چې هغوی هم ژر را پيدا او د نورو د تښتول کېدو مخه ونيسو.

ځينې داسې اوازې شته چې ګواکې زه د ننګرهار له سياسي او قومي مشرانو سره ستونزې لرم، خو دا اوازې بې اساسه دي، ځکه سياسيون له مقرريو نيولو، تر نورو برخو پورې زما په چارو کې لاس نه وهي، ځکه ورسره ستونزه نه لرم.

زموږ د هڅو يوه نېکه پايله دا ده چې طالبانو تر خپله وسه کوښښ وکړ چې ننګرهار ناامن کړي، اما و نه توانېدل.

هغوی اوس هم تر خپله وسه هڅې کوي، اما موږ بيدار يوو او نه يې پرېږدو چې څه خرابی وکړي."  

 

ولي رحماني؛

خلک په دې باور دي چې په ننګرهار کې په غلاوو، هدفي وژنو او نورو جرمونو کې امنيتي چارواکي ښکېل دي، ځکه نو مجرمان نه نيول کېږي، يا که نيول کېږي، بېرته خوشې کېږي، تاسې په دې اړه څه واياست؟

ځواب؛

که څه هم زما اتيا فيصده انرژي په امنيتي برخه کې مصرفېږي، خو دغه مشکل ته هم متوجه يوو او کار مو هم کړی دی.

زموږ د هڅو په پايله کې د ننګرهار په قضايي سيسټم او په ځانګړې توګه، په محکمه کې ښه اصلاحات راغلل. اوس پرېکړې علني او رسنيزې کېږي، دا کار مو ځکه کړی چې خلکو پر عدلي او قضايي ارګانونو شک درلود.

موږ منو چې په څارنوالي کې لا هم ستونزې شته، خو کله چې اسناد راسره شريک شوي، له مرکز سره مو شريک کړي او خپله مو هم اقدام کړی دی.

 

عثمان کامران؛

په ننګرهار کې د غصب ستونزه لا تر اوسه هم پر ځای پاتې ده. په دې برخه کې څه شوي، که نه؟

ځواب؛

متاسف يم چې په تېرو شلو کالو کې دولتي ځمکو ته حکومت څه برنامه نه درلوده.

په ننګرهار کې د غصب کشاله ما ته په ميراث راپاتې ده او له بده مرغه دلته داسې غصب شوی چې په اوسني جنګي حالت کې يې په مقابل کې درېدل هم ستونزمن دي.

موږ کوښښ کوو چې دې ستونزې ته يوه قانوني لاره پيدا او پاليسي جوړه کړو.

زما په اند غاصب په خوږو خبرو نه، په قوه او زور له غصب شوې ځمکې څخه په شا کېږي، خو زموږ قواوې په جنګ کې بوختې دي.

اما دا په دې مانا نه ده چې دوی به بښو، هر وخت چې چانس په لاس راغی، اقدام کوو.

 

ذبيح الله حيات؛

خلک په دې باور دي چې په ننګرهار کې يو څو تکراري کسان له یوې بلې څوکۍ ته بدلېږي، دغه اوازې څومره رښتيا دي؟

تاسې واياست چې په ننګرهار کې مو داعش ته ماتې ورکړه، دا سمه ده، اما هلته په ځينو مدرسو کې ماشومان د داعش په فکر روزل کېږي، په دې برخه کې به څه کوئ؟

ځواب؛

موږ په ننګرهار کې تکراري څېرې نه دي مقررې کړې. ځوانانو ته مو کار کړی دی، ډېر کسان مو مقرر کړل، خو بې‌انصافي مو نه ده کړې.

د کابل په کچه په حکومتي مقرريو کې ځينې ستونزې لرو، خو د هغو حل زما تر صلاحيت لوړ دی. د بېلګې په توګه په امنيتي برخو کې ځينې ناوړه مقررۍ د دې لامل شوې چې حتا په ولايتونو او ولسواليو کې يې د قوماندانانو او سرتېرو پر مورال بد اغېز کړی.

په ځينو مدرسو کې د داعشي فکر د درس په کيسو زه هم خبر يم او ډاډ درکوم چې حتما به په دې اړه اقدام کوم.

واوره؛

دوه لسيزې وړاندې چې د بن کنفرانس کېده او نوی حکومت جوړېده، موږ په ډېرو برخو کې تاواني شوو، څه فکر کوئ د سولې د اوسنيو کيسو په پايله کې به بيا هم قرباني ورکوو او تاواني کېږو به؟

ځواب؛

زه موافق يم. تر څو چې افغانان د مالکيت حس پيدا نه کړي، خپله ستونزه خپله حل نه کړي، پردي يوه سالمه اداره نه ورته جوړوي، نه حقونه ورکوي، ځکه هر څوک خپلې ګټې په نظر کې نيسي.

 

بهار حنان؛

تاسې وويل چې ځوانانو ته کار پيدا کوئ، اما خپله په يوه وخت، هم د ولسمشر سلاکار ياست او هم والي، که يوه دنده ځوانانو ته خوشې کړئ، څنګه به وي؟

ځواب؛

دا سمه ده چې د ولسمشر سلاکار هم يم، خو دا په دې مانا نه ده چې دوه يا درې معاشونه لرم. زه دواړه ځايه په يوه معاش کار کوم. د والي معاش نه اخلم، يوازې د سلاکاري هغه اخلم.

 

پاڅون؛

د سولې او د سولې د روانې پروسې په اړه مو نظر څه دی؟

ځواب؛

تر څو چې زموږ فکر سوله‌ييز نه شي، د يوې ډلې د رهبري په راتګ سوله نه راځي.

له حزب اسلامي سره د سولې د کمېسيون مشر زه وم، متاسفانه حکمتيار صاحب راغی، خو ځينې همفکري يې را نه غلل.

چا چې د توپک له ميل څخه ډوډۍ پيدا کړې وي، هغه په اسانه سولې ته غاړه نه ږدي.

زه شخصا په دې فکر يم چې طالب په سوله باور نه لري. هغه يوازې جنګ کوي او د نورو ګټې پالي، نو تر څه وخته چې طالب له زړه سوله و نه غواړي، دا سوله نه راځي.

 

عبدالله پاڅون؛

د ناکامورا له دښمنانو سره مو څه وکړل؟

ځواب؛

ناکامورا په معاصر تاريخ کې د افغانانو لپاره يو وياړ دی. هغه پوهېده که د افغانانو فقر ختم شي، جنګ درېږي.

هغه کس چې مستقيما يې د ناکامورا په وژلو کې لاس درلود، اته مياشتې وړاندې په کابل کې ووژل شو. دا د ټي‌ټي پي يا پاکستاني طالبانو کس و.

يو بل کس هم نيول شوی دی.

له بده مرغه د پردې شا ته ځينې وطنفروشانو هم د ناکامورا له دښمنانو سره همکاري کړې، ملي امنيت ورباندې کار کوي. د ځينو نورو نفرو په اړه هم مالومات شته چې يا به ونيول شي، يا به ووژل شي.

 

خيبر مومند؛

داسې ويل کېږي چې د ناکامورا کرلې ځمکې ځينې غاصبانو لاندې کړې دي او هلته ولاړې ونې يې چپه کړې، تاسې څومره مالومات لرئ.

ځواب؛

داسې عکسونه له ما سره هم شريک شوي. ونې د ناکامورا په ژوند وهل شوې وې، پېښه زموږ تر نظارت لاندې ده.

 

وحيد فيضي؛

ويل کېږي په ننګرهار پوهنتون کې افراطيت اوج ته رسېدلی، تاسې خبر ياست؟

ځواب؛

افراطيت يوازې په ننګرهار پوهنتون کې نه، په ډېرو ځايونو کې شته.

موږ په دې برخه کې کار کړی دی. په دې پوهنتون کې بدلون راغلی، مخکې به هلته لارې بندېدې، تور بيرغونه به پورته کېدل، خو يو نيم کال وړاندې موږ ځينې استادان او محصلين ونيول، نو بدلون راغلی دی، خو اوس نه هم ردوم چې هلته دې افراطيت نه وي.

 

يلدا رويان؛

ستاسې وياند څه وخت مخکې اعلان وکړ چې داعش ته مو ماتې ورکړه، اما تر هغه څو مياشتې وروسته داعش هلته څو نجونې شهيدانې کړې، وياند مو غلط مالومات ورکړي و، که وروسته دغه نجونې داعش نه، بل چا شهيدانې کړې؟

بل دا چې په ننګرهار کې د ښځو د وژلو د مخنيوي لپاره مو سټراټېژي څه ده؟

ځواب؛

د ښځو ژوند او امنيت ته بايد توجه وشي. زه په دې باور يم چې زموږ د وطن دوه قشرونه يو زموږ خوېندې او بل هندوان د افغانستان په بدبختي کې هيڅ لاس نه لري، يوازې قرباني ورکوي.

هغه وخت چې نجونې ووژل شوې، په قطر کې د سولې خبرې تودې شوې وې، نو داعش په دې خاطر چې ځان ته د خلکو او رسنيو توجه جلب کړي، دغه کار يې وکړ. موږ يې اوو اته نفره عاملين ونيول او کابل ته مو ولېږل. تر هغه وروسته په ننګرهار کې هدفي وژنې نه دي شوې.

زما وياند چې د داعشيانو د شکست خبره کړې، هغه په جنګ کې د شکست ويلي، خو دوی وروسته ښار ته راغلل. داعشيان سل فيصده له منځه نه دي تللي، يوازې ضعيف شوي دي.

له بده مرغه د داعش زيات همفکران لوستي او له پوهنتونونو فارغ کسان دي. د دوی له منځه وړل يو څه سخت دي، خو موږ بيدار يوو.

 

جاويد اکبري؛

په دې خو حکومت هم باور لري چې سوله کول د طالب واک نه دی، نو ولې بيا خبرې ورسره کوي؟

بل دا چې په دغه برخه کې حکومت تر خبرو ها خوا، نور څه اقدامات کړي دي؟

ځواب؛

يوازې د حکومت نه، د هر افغان فکر همدا دی؛ طالب نه فکر دی، نه ا‌ډيالوژي، نه نظر لري نه رهبري.

يوه ډله چې خپل رهبر و نه پېژني، ليدلی يې نه وي، يوازې په تشو پيغامونو يې جنګ کوي، دا روښانه کوي چې هغوی روباټونه دي، د نورو د ګټو د ساتلو لپاره جنګول کېږي.

طالبانو ته ځانګړې کړۍ امکامات ورکوي او د هغو لپاره جنګېږي.

طالبان دوه ډلې دي. يوه يې هغه ده چې په اسلام‌اباد، ايران، ترکيه، اروپا او نورو هېوادونو کې سرمايې او جايدادونه لري او جنګ يې تجارت دی. بله يې د سنګر کسان دي چې د جنت په نامه وژل کېږي او له بده مرغه د سولې خبرې يې له تجارانو طالبانو سره کېږي.

طالب په هېواد کې خپل نوم او ارزښت دواړه له لاسه ورکړي دي، تاسې وګورئ طالب يو وخت زيات انتحاريان لرل، خو اوس جلب او جذب نه شي کولای.

اوس چې جګړه تونده شوې لامل يې دا دی چې تر ډېورنډ هاخوا يې ورته اعلان کړی چې د سرتېري سر زموږ او مال يې ستاسې دی. دوی جنګ تود کړی دی، خو خپله هم پکې وژل کېږي، په تېرو څو مياشتو کې اووه سوه طالبان يوازې په ننګرهار کې وژل شوي دي.

د سولې په برخه کې له لويه سره ستونزې وې، د حکومت له خوا هم ځينې تېروتنې شوې، مثلا تر دوه زره اتم پورې موږ د سولې خبره جدي نه وه بللې، کله چې زموږ ورته فکر شو طالب قوي شوی و. تر هغه وروسته چې په جنوب او ختيز کې جنګ و، موږ هغه ولايتونه خپل نه بلل.

له بده مرغه زموږ ځينو سياسيونو ته اوس هم تر ملي ګټو، شخصي هغه ډېرې مهمې دي. دا د جنګ بل لامل دی.

کله چې پر پاکستان لږ فشار راځي، زموږ ځينو سياسيونو ته له پاکستانه دعوت نامې راځي، هغوی بيا له هغه ځايه زموږ نظام ننګوي.

د سولې په برخه کې د ستونزو يو بل لامل نړيوال وو چې له موږ سره پوره نه وو، وجودونو يې له موږ سره وو، خو زړونه يې له پاکستان سره وو.

 

عبدالحی؛

په ځينو حکومتي ادارو کې، په ځانګړې توګه که ووايم په اداره امور او ارګ ته په ځينو نورو نږدې ادارو کې د اخلاقي فساد اوازې څومره رښتيا دي؟

د دغو ادارو په اړه بله اوازه دا ده چې دوی هغه کسان مخ ته نه پرېږدي چې يا واسطه نه لري، يا د دوی د اړوندو کړيو غړي نه وي، دغه اوازه څومره رښتيا ده؟

ځواب؛

کله کله اتهامونه واردېږي او دا د جګړې يوه برخه ده.

فحشا او اخلاقي بحث يو فردي بحث دی، ناولی ناولی وي او د يوې ادارې نمايندګي نه کوي. په حکومتي ادارو پسې دغسې خبرې د دښمن يو ډول رواني جګړه ده.

پاتې شوه د مقرريو خبره، رښتيا هم ځينې لوړپوړي کسان چې په ځينو څوکيو راغلي دي، وړتيا يې نه لري، موږ هم اعتراض ورباندې کوو، د ولس غږ مو تر ولسمشر رسولی دی.

ځيرک سميع؛

پر تاسې د زياتو خلکو د مقرري تور دی، والي دا صلاحيت لري چې د ولسوالانو او نورو مقررۍ وکړي؟

ستاسې امنيه قوماندانان هم يو په بل پسې بدل شول، په دغسې حالاتو کې بدلول، د حالت د ښه کولو په موخه دي، که قوماندانان له مافيا سره جوړ نه دي راغلي.

ځواب؛

والي د يوه رييس کار ارزيابي کوي او د ولسمشر له دفتر سره تماس نيسي، بدلون مو له همدې لارې راوستی دی.

ځينې ټيټ بستونه تر هغه وخته چې ازاد رقابت ته ځي، د مقرري صلاحيت يې والي لري. موږ ځينې وړ کسان ګمارلي، خو خالي بستونه اعلان ته ورکوو.

په ننګرهار کې قوماندانان رښتيا هم بدل شوي، خو مافيا دلته قوي نه ده، دغه بدلونونه يوازې د امنيت د ښه ټينګښت په موخه شوي.

 

سيرت ځدراڼ؛

د ننګرهار د محبس د رييس د تېښتې په اړه که مالومات راکړئ.

ځواب؛

له بده مرغه فساد په افغانستان کې په فرهنګ بدل شوی دی. د محبس رييس له کابل نه راغی، په ټاکلو کې يې زما هيڅ رول نه و.

ماته داسې راپور رسېدلی و چې له يوه بندي يې پيسې اخيستې وې، ما پوليس او د څارنوالي کسان ور ولېږل، خو هغه تښتېدلی و، موږ اوس هم پسې ګرځو او نيسو يې.

 

ثاقب دانيال؛

په ننګرهار کې د کلدارو د چلښت بندښت عام خلک تاواني کړل، څنګه به د خلکو دغه تاوان جبران کوئ؟

ځواب؛

هو منم يې او لامل يې دا و چې موږ په بانکونو کې واړه نوټونه نه لرل، ځکه نو هغه کس چې لس کلدارې کرايه به يې ورکوله، اوس لس افغانۍ ورکوي او دا د کلدارو دوه چنده مصرف دی، خو موږ ډېر کوښښ کړی چې په بانکونو کې واړه نوټونه زيات کړو.

 

اصف دلاور؛

تاسې وويل چې اتيا فيصده انرژي مو په جنګ مصرفېږي، بيا رغونې ته هم کار کوئ؟

ځواب؛

د بيا رغونې برخې ته مو پام دی، خو اوس زموږ اتيا فيصده انرژي په امنيت مصرفېږي، له کرونا سره بېل په جنګ يوو. نړيوال هم د تېر په څېر مرستې نه کوي.

خو په دې هر څه سربېره، د کابل ننګرهار دويم سړک جوړېږي، ځينې واړه سړکونه هم جوړېږي. د پلونو، پارکونو او پاکو اوبو په برخو کې هم کار کوو.

د بوديجې له کمښت سره مخ يوو. جنګ مو پر عوايدو هم ناوړه اغېز کړی، خو بيا هم بيارغونې ته توجه شته.

 

عزيز جبارخېل؛

د اداري اصلاحاتو له خپلواک کمېسيون او د دې کمېسيون له ولايتي څانګو څخه شکايتونه ډېر دي، خلک وايي، فساد دی پکې، تاسې څه واياست؟

ځواب؛

د اداري اصلاحاتو اداره، يوه زموږ له هغو ادارو چې نېک نوم لري، همدا اداره ده.

هلته ماډرنه ټکنالوجي کارېږي او چارې يې شفافيت هم لري.

 

ملاخېل زلمی؛

په ننګرهار کې صفر دوه قطعه څومره اغېزناکه ده او څومره هماهنګي ورسره لرئ.

بل دا چې دښمن ولې ژوندی نيسئ، ولې يې ځای پر ځای نه وژنئ، ځکه سرتېري ډېرې قربانۍ ورکړي، لګښتونه وشي، کس ونيول شي، خو سبا بېرته خوشی ګرځي.

بله پوښتنه مې دا ده چې په ننګرهار کې له پوليسو څخه د ناوړه چلند شکايتونه ډېر دې په دې برخه کې مو څه کړي دي؟

ځواب؛

صفر دوه زموږ يوه له قوي ترينو قطعاتو ده، افغاني قطعه ده، ټول پرسونل يې افغانان دي، له دين، قانون او د خلکو له اساسي حقونو خبر دي.

دوی چې عمليات پلانوي، له ما سره يې شريکوي. د عملياتو په منځ  کې هم موږ ته مالومات راکوي.

تاسې د وژلو خبره وکړه، موږ قوانين لرو. زه مو درد احساسوم، خو زموږ فرق بايد له طالب سره همدا وي. موږ نه غواړو وحشي حرکت وکړو. له موږ سره به ظلم شوی وي، خو موږ غواړو ثابته کړو چې يو بشپړ نظام يوو.

د پوليسو په برخه کې زه درسره موافق يم، زه خپله له دې برخې ډېر رنځ وړم چې ولې دا پوليس نه اصلاح کېږي.

دليل يې دا دی چې زموږ لوستي څېرې او باسواده قشر پوليسو ته نه ځي. پوليسو ته هغه خلک ځي چې فکر کوي بل روزګار نه شي پيدا کولای. اوس جنګي حالت دی، ډېرې مجبورۍ لرو، دلته زه له ځينو داسې ننګونو سره مخ کېږم چې له وس او توان نه مې لوړې دي. موږ کوښښ کوو چې پوليس باسواده کړو.

 

شريف الله شرافت؛

د سولې خبرې ګړندۍ شوې او په ترکيه کې د ناستې خبرې هم کېږي، ستاسې نظر څه دی؟

ځواب؛

کېدای شي زه غلط يم، خو زه د ترکيې کنفرانس ته هيڅ خوشبين نه يم.

طالب يوازې غولول کوي، په جنګ، ورانولو انتحار او انفجار تمرکز کوي او پر سوله باور نه لري. د سولې په ټولو پروسو کې اوربند لومړی شرط دی، خو دوی په اوربند باور نه لري.

طالب په دې فکر دی چې په زور يې نيسي، طالب دا کار په هيڅ صورت نه شي کولای.

نو د طالب سرټمبګي، له اوربنده تېښتې او پر جګړه ټينګار ته په کتو، نه د استانبول غونډې ته تمه لرم، نه د سولې پروسې ته.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې