امريکا طالبانو ته د کرونا واکسين ورکړی
سرخط ورځپاڼې ته د طالبانو د قطر په دفتر کې ځينو سرچينو ويلي دي چې امريکا طالبانو ته د کرونا واکسين ورکړی چې خپلو جګړهمارو ته يې ور ولګوي.
دغه سرچينه چې موږ يې نوم نه اخلو، وايي، د ملا عبدالغني برادر په مشري د طالبانو د قطر دفتر پلاوي له خليلزاد سره په يوه جلسه کې جګړهمارو ته د کرونا د واکسين ورکولو خبره ياده کړې وه.
سرچينه وايي، خليلزاد وويل چې اوس پرېکړه نه شي کولای، لومړی به د امريکايي چارواکيو خوله بويوي او بيا به طالبانو ته حال وايي، خو وايي، زياته يې کړه چې باور لري امريکا به د طالبانو دغه ناز پر ځمکه نه غورځوي.
وروسته خليلزاد ډاډ ورکړی چې امريکا وار له مخه د طالبانو لپاره واکسين ځانګړی کړی و او د لېږد لپاره هم چمتو دی.
خليلزاد طالبانو ته د واکسين لګولو په برخه کې پاکستان هم ورګډ کړی دی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې طالبانو ته واکسين ورکول امکان نه لري، ځکه يې نو پاکستان غوره بللی دی.
هلته پاکستان هم ټټر ډبولی چې ټول طالبان به واکسين کوي او امريکا هم د کرونا ضد واکسينونه پاکستان ته سپارلي چې تر ډېورنډ پورې غاړه يې په روغتونونو او د طالبانو په سرايونو کې جګړهمارو ته ور ولګوي.
خليلزاد له طالبانو او پاکستان دواړو غوښتي دي چې د واکسين په موضوع دې خوله پټه کړي چې د افغانستان حکومت خبر نه شي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
1 نظرونه
سپین بغاوت
یکشنبه، ۲۳ جوزا ۱۴۰۰پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply