پاکستان ومنله چې په بلوچستان کې يې۱۷نور سرتېري وژل شوي او ژوبل دي
د پاکستان حکومتي چارواکيو ومنله چې کوټې ښار ته نږدې يې پر سرحدي پوليسو خونړی بريد شوی چې پکې لس تنه سرحدي عسکر وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو وايي، د کوټې ختيځ ته په اويا کيلو مټري کې، د بولان په مارواړ سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه قرارګاه دغه بريد شوی دی.
لانګو وايي، د بريد له ځايه د سرحدي پوليسو لس جسدونه د کوټې ښار کمباينډ ملټري هسپتال ته له اوو ټپيانو سره وړل شوي دي.
دی وايي، په ټپيانو کې د ځينو حالت نازک ښوول شوی دی.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې دغسې بريدونه بلوڅ ملتپال کوي.
0 نظرونه