پر استخباراتو تر نيوکه وروسته د پاکستان مشهور خبريال له دندې ګوښه کړل شو
وروسته له هغه چې د پاکستان د جيو په نامه ټلوېزيون مشهور وياند او خبريال حامد مير په اسلاماباد کې د پاکستان پر استخباراتو نيوکې وکړې او ويې ګواښل چې که اصلاح نه شي، دی به د پردو تر شا خبرې، ميدان ته راوباسي، له دندې ګوښه کړل شوی دی.
حامد مير په وروستي ځل د اسلاماباد پريس کلب مخ ته راڅرګند شو او د ډوبول شوي خبريال اسد طور په ملاتړ راوتلي لاريون ته يې خبرې وکړې.
مير وويل، استخبارات دې وپوهېږي چې تر دې وروسته بايد پر خبريالانو دغسې بريدونه و نه شي، که وشي، دی به مجبوره شي چې د کور خبرې په جومات کې وکړي.
تر دغو څرګندونو وروسته د جيو ټلوېزيون مشرانو ښاغلي مير ته زنګ وهلی چې نور نه شي کولای په دغو ټلوېزيون کې کپيټل ټاک خپرونې ته دوام ورکړي.
مير وايي، د ټلوېزيون مسوولينو ته مې وويل چې چا درڅخه وغوښتل چې دغسې پرېکړه وکړي، خو وايي، هغوی چندان ځواب نه دی راکړی.
دی وايي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني استخبارات دغسې چلند کوي، بلکې تر دې مخکې يې هم همداسې بنديزونه لګولي او دی ورسره عادي دی.
د جيو ټلوېزيون مسوولين وايي، حامد مير يې بېخي نه دی منفک کړی، خو خپرونې ته يې هم نه پرېږدي.
0 نظرونه