طالبانو پاکستان په غوږ وهلی
طالبان وايي، ښه به نه وي چې له افغانستانه تر وتو وروسته د افغانستان کوم ګاونډی هېواد امريکايانو نظامي اډې ورکړي او په دې سربېره يې دغه کار تاريخي تېروتنه بللې ده.
طالبانو د پاکستان نوم نه دی اخيستی، خو ويلي يې دي چې که څوک امريکايانو ته ځای ورکړي، دوی به يې په اړه غلي نه شي پاتې.
د طالبانو دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې امريکا ومنله چې پاکستان د افغانستان پر ضد خپل هوايي او ځمکنی حريم امريکا ته سپارلی دی.
تېره شپه په پاکستان کې د پاکستاني ملايانو د ډلې مشر ملا فضل رحمان هم په دې اړه څرګندونې کړې وې او ويلي يې و چې دا په لوی لاس پاکستان د يوې نوې لانجې ميدان ته ورټېل وهل دي.
ملا فضل رحمان امريکا ته د اډو د ورکړې پړه پر عمران خان اچولې وه.
يو شی چې د فضل رحمان او طالبانو په څرګندونو کې شريک دي، هغه دا دي چې يوه هم په پاکستان کې د امريکايانو پر ضد د جنګ دانه نه ده پورته کړې، بلکې يوازې ګيله يې کړې.
البته طالبانو خو د پاکستان نوم هم نه دی اخيستی.
0 نظرونه