پاکستان وايي، افغانستان دې نه پرېږدي چې خاوره يې د دوی پر ضد وکارېږي
په داسې حال کې چې تازه امريکا ويلي دي چې پاکستان د افغانستان پر ضد دوی ته خپل فضايي او ځمکني حريمونو ورکړي، پاکستان غږ پورته کړی دی چې افغانستان دې نه پرېږدي چې خاوره يې د پاکستان پر ضد وکارول شي.
دغه څرګندونې په راولپېنډۍ کې نن په هغه نظامي غونډه کې شوې دي چې مشري يې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کوله او د پوځ لوړپوړي کسان ورته را غوښتل شوي وو.
پاکستانيانو ويلي، له هغه وروسته چې امريکا له افغانستان د پښو سپکولو غږ پورته کړی، په افغانستان کې ناامنۍ زياتې شوې او په دغه منځ کې ځينې کړۍ کوښښ کوي چې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه پر پاکستانيانو بريدونه وکړي.
د پاکستاني پوځ مشر ويلي، پاکستان همېشه په افغانستان کې سوله غوښتې او افغانان هم بايد د پاکستان دغه ښه هېر نه کړي.
0 نظرونه