بالاخره د بريټانيا لومړي وزير د واده پرېکړه وکړه
د بريټانيا لومړي وزير بورس جانسن پرېکړه وکړه چې له خپلې معشوقې سره به واده کوي او ګډ ژوند به ورسره پيلوي.
د ده واده د جولای په دېرشمه دی او سر له اوله يې شناختهګانو او انډيوالانو ته رقعې لېږلې دي.
دا د بورس جانسن دويم واده دی. هغه تر دې وړاندې په نولس سوه درنوييم کې له مرينا ويلر سره واده کړی و او په دوه زره اتلسم کې يې خوشې کړه.
ويلر او جانسن په هغه واده کې څلور اولادونه زېږولي ول.
بورس جانس اوس د شپږپنځوس کالو او نوې ښځه يې د دردېرشو کالو ده.
0 نظرونه