امريکا ومنله چې پاکستان ورته د افغانستان پر ضد خپل حريم پرانيستی
پينټاګان وايي، پاکستانيانو په ښه زړه خپل هوايي او ځمکني حريمونو امريکا ته پرانيستي چې له افغانستان څخه تر وتو وروسته د دوی خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي.
د پينټاګان دغو څرګندونو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي هغه درواغ هم بربنډ کړل چې ويل يې له افغانستانه تر وتو وروسته امريکا ته تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه پوځي اډې نه ورکوي.
د ارام سمندر لپاره د امريکا د دفاع مرستيال سکرټر ډېوډ هيلوي په دې اړه د امريکا سنا ته خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې پاکستانيانو ورسره منلې ده چې له افغانستانه له وتلو وروسته امريکايان کولای شي بيا د افغانستان پر ضد د دوی خاوره وکاروي.
دی وايي، هوايي او ځمکني حريمونه يې دواړه زموږ په واک کې راکړي دي.
څو ورځې وړاندې سرخط ورځپاڼې د ځينو سرچينو له خولې راپور ورکړی و چې امريکايان او پاکستانيان په ګډه ډېورنډ کرښې ته څېرمه پوځي اډې جوړوي، خو پاکستانيانو دغه خبر بې اساسه بللی و.
د سيمې ځينو خلکو سرخط ورځپاڼې ته ويلي و چې هره ورځ د لسو په شاوخوا چورلکې د ډېورنډ په اته کيلو مټري کې الوتنې کوي او دغو نويو لويو جوړېدونکيو اډو ته سامانونه راوړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي بيا ويلي و چې دغسې خبرونه بې اساسه او دوی به له افغانستان څخه تر وتو وروسته امريکا ته اډې ور نه کړي، اما اوس چې امريکا خپله ومنله چې پاکستانيانو خپل هوايي او ځمکنی حريم ورکړی دی، لا مالومه ده چې طالبان به يې هلته پر ضد جګړه اعلان کړي، که نه.
پر افغانستان د طالبانو د واکمني پر مهال هم پاکستان امريکا ته خپل هوايي او ځمکني حريمونه پرانيستل چې د افغانستان پر ضد يې وکاروي او په پايله کې يې د طالبانو رژيم وپرځېده.
1 نظرونه
Din mohammad sabir
دوشنبه، ۳ جوزا ۱۴۰۰پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply