يوه نفوذي خپل ديارلس پاکستاني پوځيان وژلي او ژوبل کړي دي
د بلوچستان په کېچ سيمه کې يوه نفوذي پوځي د پاکستاني پوځيانو په يوه قرارګا کې پر خپلو پوځي ملګريو ناتار ډزې کړې دي چې له امله يې شپږ تنه پوځيان ځای پر ځای وژل شوي او اووه نور مرګوني ژوبل دي.
دغه پېښه د کېچ په بلنګور سيمه کې شوې ده.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې بريد کوونکی پوځي شريف نومېده او په ځوابي ډزو کې دی هم وژل شوی دی.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، شريف د ډوډۍ خوړولو پر مهال پر خپلو ملګرو شاجور تش کړی او وروسته دی هم ويشتل شوی دی.
په پېښه کې د وژل شويو پوځيانو نومونه حوالدار غلام دستگیر، احمد نواز، محمد اشرم، بلال حسین، حولدار غلام فرید، او محمد شهباز ښوول شوي دي.
په ژوبلو شويو اوو تنو کې د ځينو حالت نازک ښوول شوی دی.
تر اوسه دا نه ده مالومه ده چې بريد کوونکي پوځي ته چا ويلي و چې پر نورو پوځيانو ډزې وکړي.
0 نظرونه