هند هغه ملا تړلی چې پاکستان زندهباد چيغې يې وهلې
هند هغه ملا او د هغه درې ملګري لاستړلي نيولي چې په يوه وېډيو کې يې د پاکستان په ګټه چيغې وهلې او وېډيو يې وروسته په ټولنيزو رسنيو خپره شوه.
پوليسو هنديو رسنيو ته ويلي، په دغه وېډيو کې د محمد افضل په نامه د جومات له يوه ملا سره دوولس تنه نور هم ملګري ول چې د پاکستان په ګټه يې چيغې وهلې، خو د ملا په ګډون څلور تنه نيول شوي او پاتې يې نه پېژندل کېږي.
دوی وايي، اوس به له دغه ملا څخه پوښتنې کوي چې نور څوک او څوک ورسره ول او چې ټول ونيول شي، بيا به يې دوی په کار پوه شي.
د هند ډېری مسلمانان د پاکستان لېوني شوقيان دي چې وخت ناوخته هلته د پاکستان په ګټه دغسې چيغې وهي، خو هند هم بيا رحم نه ورباندې کوي.
0 نظرونه