په چمن کې چاودنې شل وژلي او ژوبل کړي دي
نن ډېورنډ کرښې ته څېرمه په چمن کې چاودنه شوې چې پکې شپږ تنه وژل شوي او څوارلس نور مرګوني ژوبل دي.
چاودنه د خلکو په هغه لاريون کې وشوه چې د فلسطينيانو په ملاتړ راوتلی و او د پاکستاني ملايانو نظرياتي ډلې را بللی و.
سرخط ورځپاڼې ته په سيمه کې سرچينو ويلي دي چې په چاودنه کې د نظرياتي ملايانو د بلوچستان مشر ملا قادر لوڼی هم ژوبل شوی او اوس يې وضعيت بېخي نازک دی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو وايي، دغه چاودنه د هغو کسانو کار دی چې فلسطينيان يې بد اېسي او غواړي پاکستان له دننه مات کړي.
دی وايي، امر يې کړی دی چې ټپيان ښو شفاخانو ته ورسول شي او کلکه درملنه يې وشي.
هلته بيا د چمن د روغتون ډاکټران وايي، د ځينو ټپيان حالت ښه نه دی او دوی اندېښنه لري چې د مړو شمېر به لا زيات شي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه