اسراييلو او حماس په فلسطين کې اوربند وکړ
تر يوولس ورځې خونړۍ جګړې وروسته اسراييلو او د فلسطين حماس او الفتح ډلو پر يو بل د ډزو نه کولو او اوربند اعلان کړی دی.
دغه اوربند د اسراييلو لومړي وزير بينامين نتنياهو ته د امريکا د ولسمشر تر څلورم ځل زنګ وهلو وروسته شوی دی.
په دغه اوربند کولو کې ملګرو ملتونو، مصر او ځينو نورو هېوادونو هم ښه رول لوبولی دی.
د اسراييلو او حماس تر منځ اوربند د تېرې شپې له دوولسو بجو پيل شوی، خو ځينې داسې راپورونه هم ورکول شوي دي چې تر اورباند وروسته هم اسراييلي الوتکو يو دوه ځايه کلک بمبار کړی دی.
په دغه يوولس ورځې جنګ او بمبار کې دوه سوه او دوه دېرش تنه فلسطينيان وژل شوي او زرونه ژوبل دي.
په وژل شويو کسانو کې پنځه شپېته ماشومان هم شامل دي.
په دې سربېره، د اسراييلو په بمباريو کې يو شمېر ودانۍ هم نړېدلې دی.
جنګ د فلسطين له خوا پيل شوی و.
0 نظرونه