وسلهوالو په بلوچستان کې د پوځ يوه پوسته سقوط کړې
وسلهوالو کسانو نن ماښام د بلوچستان په کېچ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه پوسته خونړی بريد کړی او پکې ناست ټول عسکر يې همالته وژلي دي.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې د رسېدليو مالوماتو په اساس، دغه پوسته د کېچ په کوهلو ډانډار سيمه کې تازه جوړه شوې وه چې نن پسې سقوط هم شوه.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، تر لنډه نښته وروسته په پوسته کې ناست شاوخوا لس پوځيان وژل شوي او بريد کوونکي هم د پېښې له ځايه د پوځيانو له وسلو او موټر سره تللي دي.
تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې ورته بريدونه د بلوڅو ملتپالې ډلې کوي.
0 نظرونه