د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ په نښتو کې ۳۵ فلسطينيان وژل شوي
د اسراييلو او حماس تر منځ د نښتو له اوږدېدو سره له دواړو غاړو پر يو بل بريدونه هم زيات شوي دي چې له امله يې په تازه بريدونو کې پنځه دېرش فلسطينيان او پنځه اسراييلي پوځيان وژل شوي دي.
د دغو فلسطينيانو لويه برخه پر غزه د اسراييلو په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
د اسراييلو الوتکو وروسته له هغه پر غزه بمونه غورځولي دي چې د حماس جګړهمارو د اسراييلو تل ابيب او بيرشيبا ښارونه په توغنديو وويشتل او پنځه اسراييلي عسکر يې پکې ووژل.
پر غزه د اسراييلو يو بم پر يوه ګڼ مېشته سيمه راپرېوتی او ودانۍ يې نړولې دي.
اسراييل وايي، په بمباريو کې يې د حماس استخباراتي کسان او هغه سيمې په نښه کړې دي چې پر دوی يې توغندي توغوولي ول.
له دوه زره څوارلسم را ايسته، دا د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ تر ټولو خونړۍ جګړې دي او د لا زياتېدو اندېښنې يې هم ليدل کېږي.
0 نظرونه