پاکستان وايي، له افغانستانه تر وتو وروسته امريکا ته اډې نه ورکوي
وروسته له هغه چې ځينې داسې راپورنه خپاره شول چې ګواکې وروسته له هغه چې امريکا له افغانستانه ځان ور ټول کړي، پاکستان اډې ورکوي، نن د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل، داسې کوم پلان نه لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يوه خبري ناسته کې وويل، پاکستان د افغانستان او امريکا حکومتونو ته په يوه سترګه ګوري او طالبانو ته يې هم په وار وار ويلي دي چې د سولې خبرو ته دې کښېني.
د ده په خبره، د افغانستان خير غواړي او تمه لري چې افغانستان به ارام شي.
ده وړاندې وويل، په سعودي عربستان کې د عمران خان خورا تود هرکلی شوی او سعودي ورسره په ځينو مهمو راتلونکيو پلانونو خبرې کړې دي.
دی وايي، په دغه سفر کې د کشمير کيسه هم مطرح شوي او سعودي چارواکي به څه وخت وروسته پاکستان ته ورځي چې لږ نور هم سره پوه شي.
0 نظرونه