په بلوچستان او کشمير کې۳پاکستاني پوځيان او۳پاکستاني ترهګر وژل شوي
د هندوستان د سرينګر پوليس وايي، د اننت ناګ په وايلو ککر سيمه کې يې پاکستان روزلي ترهګر راايسار کړي او تر لنډې نښتې وروسته يې درې پاکستاني ترهګر وژلي دي.
دوی وايي، دغه ترهګر پاکستان روزلي ول او غوښتل يې په کمشير کې ورانۍ وکړي.
هلته بيا د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو د يوې ملتپالې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د مشکي په پتندر سيمه کې پر پاکستاني پوځيان بريد کړی او درې تنه يې ورڅخه وژلي دي.
دی وايي، په دغه بريد کې ګڼ شمېر پوځيان ژوبل شوي هم دي چې په دوو الوتکو کې د پېښې له ځايه وړل شوي دي.
0 نظرونه