د کوټې پر سرياب سړک چاودنه شوې
د کوټې ښار پر سرياب سړک د يوه دوکان له دروازې سره ځای پر ځای شوی ماين چاودېدلی دی چې دوه پاکستاني عسکر پکې وژل شوي او يو لاروی ژوبل دی.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په را رسېدليو راپورونو کې ويل شوي دي چې چاودنه پر هغو پوليسو شوې چې پر موټر سايکلو سپاره ول او پر همدې سړک يې ګزمه کوله.
د دوی دواړو نومونه اختر او محی الدين ښوول شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه