په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ ۲موټر او ۱پوسته له منځه وړل شوي
نن د بلوچستان په دوو برخو کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته او موټرو دوه بريدونه شوي چې له امله يې د پنځلسو تنو په شاوخوا کې پوځيان وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.
لومړی بريد د دشت په نوککور سيمه کې د پاکستاني پوځ پر دوو موټرو شوی چې دواړو اور اخيستی او پکې سپاره پوځيان ايره شوي دي.
په پېښه کې د وژل شويو کسانو دقيق شمېر نه دی مالوم، خو ځينې سرچينې يې د لسو په شاوخوا کې ښيي.
هلته بيا د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو د يوې ملتپالې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د بولان په مارګټ سيمه کې د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته حمله کړې ده او پکې ناست پنځه عسکر يې وژلي او يو شمېر نور يې ژوبل کړي دي.
دی وايي، ملګرو يې پوسته نيولې، وسلې او موټر يې ورڅخه بېولي او پوستې ته يې اور اچولی دی.
0 نظرونه